د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٨ زیانمنو  کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۴۰
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په اول بهسود ولسوالۍ کې ٢٨ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.

د مرستو د دویم پړاو په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته له ١١٥٠٠ نه تر ١٨٥٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په ټوله کې دوی ته ٣٣٣،٧٥٠ ( ٣٣٣ زره او ٧٥٠ ) افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دې ریاست رییس مولوي فیض الله جلالي د مرستو د وېش پر مهال ووېل, چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله نورو زیانمنو کورنیو ته به هم بشري مرستې ووېشل شي.

نېټه: ١٤٤٦/٧/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .