د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له 303 زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۱۲
news image

د میدان ولایت وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د DRC موسسې, په بهسود ولسوالۍ کې 303 زیانمنو او بې سرپرسته کورنیو ته 3 میلیونه او 939 زره افغانۍ نغدي پیسې ووېشلې, او په دې مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره 13000 افغانۍ په پام کې نیول شوې وې.
د زیانمنو او بې سرپرسته کورنیو سروې څه موده مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د DRC موسسې له لوري په ګډه ترسره شوې وه, او په دې لړۍ کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې کورنۍشاملې وې.
همدارنګه, د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر, محترم مولوي فیض الله جلالي یادو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې, د افغانستان اسلامي امارت تل د خپل ولس ترڅنګ ولاړ دی او تل هڅه کوي چې د خپلو زیانمنو هېوادوالو لپاره د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

1446/5/11
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴۶
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخی، چې د پروژې تمویل کوونکی يې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CRDSA موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۴
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت د مزار شریف ښار بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو اړوند ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .