د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت او د مالي ملاتړ د پیاوړتیا لارو چارو د ارزونې په اړه تحلیلي غونډه وشوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۷:۱۱
333

د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت د څېړنې، د شته ننګونو او اړتیاوو د ارزونې په موخه، تېره ورځ د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست په دفتر کې یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، محترم حافظ مولوي عبدالرحمان رحماني، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، د همکارو مؤسسو مسئولینو او یو شمېر اړوندو شخصیتونو ګډون کړی و او په هېواد کې د ماین‌پاکۍ بهیر اړوند مهمو موضوعاتو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د دې غونډې اساسي موخه د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت تحلیل، د مالي مرستو د زیاتوالي لارو چارو څېړنه، د شته ننګونو لپاره د مناسبو حل‌لارو موندل او همدارنګه د هلوټرسټ مؤسسې د رئیس، ډاکټر فرید همایون، د مخه‌ښې مراسم ترسره کول وو.

په دې ناسته کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، محترم حافظ مولوي عبدالرحمان رحماني وویل، چې د پروګرامونو د پلي کېدو د چټکتیا په موخه به هوکړه لیکونه په مناسب وخت کې لاسلیک شي، ترڅو د کار بهیر په لا زیاته چټکتیا او همغږۍ سره پرمخ ولاړ شي.

هغه همداراز د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت واقعي او حقیقي انځور باید نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي، او بشردوستانه موضوعات باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، په خپلو خبرو کې د ماین‌پاکۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د ماینونو او ناچاوده توکو له شتون څخه، چې د پټو او خاموشه دښمنانو په توګه پېژندل کېږي، سخت زیان لیدلی او د هېواد پراخې سیمې لا هم په ماینونو ککړې دي.

ورپسې، ګډونوالو د ماین‌پاکۍ د روانو فعالیتونو، د مالي مرستو د کمښت او د خلکو د اړتیاوو د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل. ګډونوالو د بېلابېلو نظرونو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د کاري بهیر پر ښه‌والي، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د ماین‌پاکۍ فعالیتونو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په غونډه کې حاضرو مسئولینو د اسلامي امارت، خصوصي سکتور، مرسته‌کوونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له لوري د مالي سرچینو جذب د ماین‌پاکۍ پروګرامونو د دوام او بریالیتوب لپاره حیاتي وباله او د مسئولینو ترمنځ ګډه همکاري او دوامداره همغږي یې د دغو پروګرامونو د اغېزمن پرمختګ له اساسي لاملونو څخه یاد کړل.

د غونډې په دویمه برخه کې، د هلوټرسټ مؤسسې د رئیس، ډاکټر فرید همایون، د مخه‌ښې مراسم ترسره شول. ګډونوالو د نوموړي د همکاریو، هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه او د ماین‌پاکۍ اړوندو پروګرامونو په پرمختګ کې یې د هغه رول اغېزناک، ارزښتناک او د ستاینې وړ وباله.
د غونډې په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له لوري ډاکټر فرید همایون ته ډالۍ او ستاینلیک وړاندې شول او د هغه له خدمتونو او همکاریو څخه په رسمي ډول مننه او قدرداني وشوه.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۷:۱۱
Background image

د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت او د مالي ملاتړ د پیاوړتیا لارو چارو د ارزونې په اړه تحلیلي غونډه وشوه

د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت د څېړنې، د شته ننګونو او اړتیاوو د ارزونې په موخه، تېره ورځ د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست په دفتر کې یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۷:۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان خلکو د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (APSSO) ترمنځ د څلور لکه او دېرش زره او درې سوه او څلور شپېته (۴۳۰,۳۶۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ د سې‌شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د APSSO مؤسسې له رئیس، محترم محمود شاه نوري، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵
Background image

په فراه ولایت کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، دDRC  موسسې د ماین‌پاکۍ تخنیکي ټیم د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یو شمېر ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .