د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ بېوزلو او د یتیمانو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو او روغتیايي کیټونو مرستې ووېشلې

له یونیسف موسسې سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د همغږۍ پر بنسټ، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د خروار ولسوالۍ اړوند ۱۰۰ مستحقو او د یتیمانو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو او روغتیایي کیټونو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، یوه بسته د یونیسف روغتیایي کیټونه او ۳۶ کلچې صابون ووېشل شول.
د یتیمانو او مستحقو کورنیو د یادو مرستو ترلاسه کولو له امله د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له ریاست څخه، د دې مرستو د برابرولو او وېش له امله قدرداني وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٨/١٢
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره