د لغمان ولایت په بېلا بېلو سيمو کې د بیړنيو حالاتو د مدیریت د وسایلو درې کانټینرونه ځای پر ځای شول
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د دې ولایت د علینګار ولسوالۍ په روغاني سیمه، د علیشنګ ولسوالۍ په رحین سیمه او د مرکز مهتر لام په ابوزیي برنالاوي سیمه کې د بېړنیو حالاتو پر مهال د لټون، ژغورنې او مرستو رسولو د عملیاتو ترسره کولو لپاره د ۵۹ قلمه وسایلو درې کانټینرونه ځای پر ځای کړل.
د کانټینرونو د سپارلو تر څنګ، د سیمو اوسېدونکو ته د دې وسایلو د کارولو او د بیړنیو حالاتو د مدیریت په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوه، څو د پیښو په وخت کې سم، پر وخت او اغېزمن کارونه ترسره شي.
