د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس د استنادي دیوال جوړېدو له پروژې څارنه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۹:۲۹
تصویر خبر

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس, محترم قاري خیر محمد غازي, د یاد ولایت مرکز اړوند په ګلکاریو کلي کې د استنادي دیوال جوړېدو له پروژې څارنه وکړه, او د دغه استنادي دیوال کارونه یې و ارزول ترڅو ‌ډاډ ترلاسه کړي چې کارونه په معیاري توګه پر مخ روان دي.
دا دیوال چې د جوړيدو کار یې څه موده وړاندې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا څه د پاسه یو میلیون افغانیو په لګښت د منصف ودانیز شرکت له لوري پیل شوی و, تمه ده چې تر راتلونکې یوه اوونۍ به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلان لري, چې په مرکز او دولت شاه ولسوالۍ کې دوه نورې پروژې هم په نږدې راتلونکې کې پیل کړي.
همدارنګه د سیمې خلکو له اسلامي امارت په ځانګړې توګه د یاد ریاست څخه د طبیعي پېښو خطرونو مخنیوي او له خطرونو څخه د خلکو د ساتنې په برخه کې د بېلابېلو اقداماتو ترسره کولو په پار قدرداني وکړه.

1446/4/1/21
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .