د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰ مستحقو کورنیو ته د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې ووېشلې
د لغمان ولايت محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ, د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۹۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غيرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش بهیر د لغمان ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګی رئیس, قاري خير محمد غازي ، د ولایت مقام د دفتر رئيس قاري شکرالله کاوون او د کلیو د پراختیا ریاست استازي, مولوي فضل الرحمن په شتون کې ترسره شو.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، د يونيسف ژمنۍ البسې کيټ، ۵ کيلو بوره، نيم کيلو تور چای او دوه تختې کوچنۍ کمپلې ووېشل شوی.
مرستهاخيستونکو کورنيو د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي وښوده او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دوامداره رسېدنې په پار یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
