د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۲۲۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۵ کيلو بوره او نيم کيلو تور چای ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې مرسته ترلاسه کوونکو کورنيو د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د مرستو د کولو له امله مننه وکړه او دا ډول مرستې یې د خپلو اقتصادي ستونزو د راکمېدو لپاره ګټورې وبللې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
