د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې اته فیره مرمۍ کشف او خنثی شوې

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۴۳
news image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) دفتر د ماین‌پاکۍ څانګې په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د ګنج‌آباد په کلي کې اته فیره ۱۲۲ ملي‌متري WP ART مرمۍ وموندلې او په خوندي ډول یې خنثی کړې.

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له سیمه‌ییزو اوسېدونکو وغوښتل، چې د هر ډول مشکوک شي د لیدلو په صورت کې هغه ته د نږدې کېدو او لمس کولو څخه په کلکه ډډه وکړي او د موضوع په اړه ژر تر ژره اړوندو مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي.

د یاد ریاست مسؤلین زیاتوي، چې د فراه ولایت په کچه د ناچاوده توکو د پېژندنې، پاکولو او خنثی کولو بهیر په دوامداره ډول روان دی. دغه ریاست له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې د جګړې د پاتې شونو له امله رامنځته کېدونکي خطرونه راکم او د هېوادوالو لپاره د لا خوندي ژوند زمینه برابره کړي.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .