د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۸۹ کورنیو ته نغدي مرستې مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۲۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د بکواه، ګلستان، بالابلوک، پشترود، لاش جوین، خاکسفید، پشت کوه او شیب کوه ولسوالیو او مرکز اړوند ۱۴۸۹ بېوزله، مستحقو، کډوالو او راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یادې جملې ۷۳۹ کورنیو هرې یوې ته د ۲۰۰ ډالرو معادل افغانۍ او ۷۵۰ نورو کورنیو هرې یوې ته د ۱۵۰ ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د ۲۶۰,۳۰۰ (۲۶۰ زره او ۳۰۰) ډالرو معادل افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي وې.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR مؤسسې  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۱۵
Background image

د پکتیا ولایت په مرکز کې د خوست پل سیمې د استنادي دېوال د جوړولو او د ملک‌ خیلو کلي د کانال د پاکولو پاتې چارې بیرته پیل شوې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې د خوست پل سیمې د استنادي دیوال د جوړولو او د ملک خېلو کلي د کانال د پاکولو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .