د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٦ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مقام او د کلیو د پراختیا ریاست په همکارۍ، له ایران او پاکستان څخه ١٦ په اجباري توګه راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې.
باید وویل شي چې په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د کلیو د پراختیا ریاست له لوري ١٦ کورنیو هرې یوې ته یوه صحي بسته او د ولایت مقام لخوا ١٤ کورنیو هرې یوې ته ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه هم ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱٤ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره