د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸۴ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توګه را اېستل شویو ۹۸۴ کورنیو ته د یاد ولایت په چهلگزی، قیصار، المار، پشتونکوټ او خواجهموسی ولسوالیو او میمنه ښار کې له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې, 50 کیلو اوړه, 25 کیلو وریجې او 2 تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې