د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۷۱ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې ۳۸۷۱ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د اقتصاد ریاست او د ولسوالۍ د استازو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶.۲۶ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره