د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۶ زیانمنو کورنیو ته د کور جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداې او د ډارټ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه له مخې،  د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ۱۰۶ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي وو، د خونو جوړولو او ترمیم لپاره د درېیم پړاو نغدې مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۶ کورنیو هرې یوې ته د جزئي ترمیم لپاره ۸,۷۲۰ افغانۍ، ۳۲ کورنیو هرې یو ته د اساسي ترمیم لپاره ۱۴,۵۴۰ افغانۍ، ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د یوې خونې سرپناه جوړولو لپاره ۲۶,۵۰۰ افغانۍ او ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د دوو خونو د سرپناه جوړولو لپاره ۳۵,۰۲۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او یو سل او اته شپېته زره او څلور سوه اتیا (۲,۱۶۸,۴۸۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ویالې د ترمیم او د خوړ او ویالې د پاکولو کار پیل شو 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د غونډۍ کلا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .