د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د دې ولایت اړوند ۲۸ بېوزله، د معیوبینو او معلولینو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو غنم او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
