د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په خواجه عمري، ګیلان، اندړ، قره باغ ولسوالیو او مرکز کې د اور لګېدو له امله ٨ زیانمنو شوو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو غنم، ٥٠ کیلو وریجې، ٥ لېتره غوړ، ١ کیلو چای، ٧ کیلو بوره، ١٢ متره موکت فرش، یوه تخته فراشوټي ترپال او یوه بسته روغتیایي کیټ ووېشل شول.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٧
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره