د شهیدانو او امنیتې ځواکونو ټپیانو ۵۴۵ کورنیو ته خوراکې او غیر خوراکې توکې وویشل شول.

tamim_azimi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۵:۲۴
Deputy Minister

د شهید اوونې په مناسبت نن د وږی ۲۴ د ۹۸ کال د کابل ولایت د پیښو پر وړاندې چمتووالې په ریاست کښې د ښاغلی مطیع الله صافی د پیښو په چارو کې د دولت وزارت مالې او ادارې مرستیال، محمد یعقوب حیدری د کابل ولایت والې او دل آقا صوفی زاده د شهیدانو په چارو کې د دولت وزارت مالې او ادارې مرستیال په ګډون د شهیدانو کورنیو او د امنیتې ځواکونو ټپیانو لپاره د خوراکې او غیر خوراکې توکو د ویش پروګرام ترسره شو.
مطیع الله صافی پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالې او ادارې مرستیال د پیښو پر وړاندې د چمتووالې اداری دندو او فعالیتونو ته په اشاری سره وویل: تیر کال دی اداری د افغانستان اسلامې جمهوریت عالې مقام د حکم پر بنسټ له ۹۲ زرو مټریک ټنو څخه زیات غنم د وچکالی له امله زیانمن شویو، د شهیدانو کورنیو او د امنیتې ځواکونو ټپیانو ته ویشلي دي.
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالې او اداري مرستیال زیاته کړه: دغه وزارت د شهید اووني په مناسبت شهیدانو او د امنیتې ځواکونو ټپیانو ته په درنښت د شهیدانو او امنیتې ځواکونو ټپیانو ۵۴۵ کورنیو ته ۱۵۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۳ جوړه بوټان، ۲ دانی د اوبو سطلونه، او ۴ دانی د اوبو بوشکی وویشلی.
ښاغلی صافی وویل چي دغه وزارت د ملې او نړیوالو موسسو سره د همکاری په لړ کي د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۳۵۰۰۰ کورنیو ته خوراکې، ۱۵۰۸۸ کورنیو ته غیر خوراکې او ۳۲۲۵ کورنیو ته نقدي پیسی وویشلی.
ورته مهال د کابل ولایت والې محمد یعقوب حیدری شهیدانو او د امنیتې ځواکونو ټپیانو ته د پیښو په چارو کې د دولت وزارت مرستو څخه د ستاینې پر مهال د ټپیانو او شهیدانو لپاره د مرستو همغږي کولو غوښتونکې شو.
د کابل ولایت والې زیاته کړه: د افغانستان اسلامي جموریت رئیس د لارښوونې پر بنسټ په کابل ولایت کې د معلولینو او شهیدانو چارو وزارت له لاري د لومړی ځل لپاره د ۱۰۰۰۰ شهیدانو کورنیو ته د خوراکې توکو کوپون وویشل شوي. او هغه وویل چي د کابل ولایت مقام به نژدی راتلونکې کې د شهیدانو ۱۳۰۰۰ کورنیو ته هستوګن ځایونه وویشي.
د شهیدانو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: دی وزارت ۳۵ تړون لیکونه د دولتي او غیر دولتي ادارو سره لاسلیک کړي چي موخه یی د جنګ قربانیانو او معلولینو ته رسیدل ده.
د یادوني وړ ده چي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د هیواد په کچه ټولو زیانمن شویو ته د بیړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ژمن دی.
Deputy Minister

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.