د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د ۴ وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۲۱:۳۹
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)د دفتر ترمنځ د همغږۍ پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د خرم سارباغ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سیلابونو د خطرونو د کمولو او د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب په موخه د څلورو وقایوي پروژو د پلي کولو کار پیل کړ.

په دغو پروژو کې د خرم سارباغ ولسوالۍ په پس‌حصار کلي کې د ۲۵۰ متره په اوږدوالي او ۳.۲۵ متره لوړوالي استنادي دېوال، په نوآباد لنگر کلي کې د ۴۰ متره په اوږدوالي او ۶ متره لوړوالي استنادي دېوال، په صدمرده کلي کې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي او ۴ مترو لوړوالي د ګبیوني دېوال او په چهارسنگ کلي کې د یوه ګبیوني دېوال جوړول شامل دي.

د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د سیلابونو د احتمالي زیانونو د کمولو ترڅنګ، د سیمې د اوسېدونکو کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه او عامه تاسیسات خوندي او د قدرتي پېښو پر وړاندې د خلکو زیان‌منتیا راکمه شي.

د سیمې اوسېدونکو د دغو وقایوي پروژو د پیل له امله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له مشرتابه، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM سازمان له هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه او د دغو پروژو پلي کېدل یې د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره مهم ګام وباله.

نېټه:۱۴۴۸/۳/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .