د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۶ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې
د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۲۶ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د طبیعي پېښو له امله شهیدان شوې وو، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړې کې د هر شهید کورنۍ ته ۴۰۰۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۱،۰۴۰،۰۰۰(۱ ملیون او ۴۰۰۰۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه۱۴۴۶/۶/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره