د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۶۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۲:۲۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د خدیر او سنګتخت ولسوالیو اړوند ١٤٦٠ زیانمن شویو کورنیو ته له سروې وروسته د دوه یم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٣،٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور میلیونه او درې سوه او اتیا زره (٤،٣٨٠،٠٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې له دې کورنیو سره د طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو په موخه تر سره شوې چې په راتلونکي کې به نورې مرستې هم ورسره ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۳ سیلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، په رودات او شینواري ولسوالیو کې ۳۶۳ کورنیو ته، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶ زده کوونکو ته د ژمني توکو کېټونه ووېشل  

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د AWCPO موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .