د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۲۹ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۳۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مالي ملاتړ، په شبرغان ښار کې ۲,۷۲۹ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اووه میلیونه او نه سوه څوارلس زره او سل (۷,۹۱۴,۱۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه وکړه او د مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وویشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د سېلابي لارې د پاکولو او د استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ د لاغرجوی په کلي کې د سېلابي لارې د پاکولو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IHH  مؤسسې ترمنځ تخنیکي غونډه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IHH مؤسسې ترمنځ تخنیکي غونډه د دواړو لوریو د یو شمېر مسؤلینو او کارپوهانو په ګډون ترسره شوه.

په دې تخنیکي غونډه کې دواړو لوریو د پېښو د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .