د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کنسرن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د نمک آب ولسوالۍ د شغلش او شک درې کیلو اړوند، د طبیعي پېښو له امله ۴۲ زیانمنو شویو، د بې سرپرسته میرمنو او د معلولینو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۵،۲۶۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره شپږ سوه او څلویښت زره او نه سوه او شل (۶۴۰،۹۲۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
