د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ١٩٦ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامي هوساینې مؤسیسې په مالي همکارۍ, د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ١٩٦ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د یاد ریاست او موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ١٠,٩٨٠ (لس زره نه سوه او اتیا) افغانۍ او په مجموع کې2,152,080 (دوه میلیونه یو سل او دوه پنځوس زره او اتیا)افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
ورته مهال له مرستو برخه منو د یاد ریاست او موسسې څخه د مرستو په پار مننه او خوښي څرګنده کړه او د مرستو د زیاتېدو غوښتنه یې وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٠
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره