د تخار ولایت اړوند سیمه کې د ګاو مالي کانال تحکیماتي کار پیل شو

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۶
تصویر خبر

د تخار ولایت مرکز د چرکچي او ملا غلام نبي کلیو اړوند سیمه کې د ګاو مالي کانال د تحکیماتي جوړولو کار له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا د ۱،۸۱۶،۹۹۰ افغانیو په ارزښت پیل شو.
ملا احمد سیر ساجد، د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر، د یادې پروژې د کار پیل په غونډه کې چې د سیمه ییزو چارواکو او سیمې خلکو په شتون کې ترسره شوه، وویل: دغه پروژه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا جوړېږي چې کیفیت ته به یې ډېره پاملرنه وشي. هغه همدا راز زیاته کړه چې د داسې پروژو په پلي کولو سره به د سیلابونو له کبله رامنځته کېدونکي تلفات او زیانونه کم شي او له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې د وقایوي پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
د یادونې ده چې د ګاو مالي کانال ۱۳۰ متره اوږدوالی لري او د دې پروژې په بشپړیدو سره به لسګونه کورونه، د تګ راتګ لارې او د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د احتمالي سېلاب له خطر څخه وساتل شي.

نېټه: ۱۸/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۴۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې OCHA-AHF دفتر دی، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آماګۍ ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

په لوګر ولایت کې یو شمېر ناچادوه توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلو ترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې له تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درېیو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پیل کړې 

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لویو رئیس؛ الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د برکي برک ولسوالۍ په درې الف. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .