د بلخ ولایت ۳۵۳ زیانمنو او بې وزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو تر څنګ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه پوهاوی ورکړل
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست، نن شنبه، د مزار شریف ښار او په ولسوالیو کې د پېښو له امله زیانمنو او بې وزلو ۳۵۳ کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې تر څنګ د سیلابونو، اورلګېدنې او د زلزلې په وخت کې د شخصي خوندیتوب په اړه د پوهاوي پروګرام دایر کړل.
په دې بهیر کې د محترم مولوي بشیر احمد بشراني، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رئیس او د ولایتي کمیسیون د پلاوي په حضور کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجي ورکړل او په غیر مستقیم ډول ۲۴۷۱ تنو ته عامه پوهاوی وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې په دې منځ کې یوې کورنۍ ته چې د زیان کچه یې زیاته وه، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجي او ۵ لیټره غوړۍ مرستې ورکړل.
۱۴۴۶/۴/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره