د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پر ٢١٠ زیانمنو کورنیو خوراکي مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دست به دست مؤسيسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وچکالي له امله ٢١٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغه لړۍ کې، هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو اوړه، ٤ لېتره غوړي، ٤ کیلو لوبیا او نیمه کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې دا کورنۍ د ١٧٣٥ کورنیو له جملې څخه دي چې مخکې په چمتال ولسوالۍ کې د وچکالي له امله زیانمنې او سروې یې ترسره شوې وه او اوس مهال یاد شمېر کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره