د بغلان ولایت په دندغوري ولسوالۍ کې اسلاميک ریلیف مؤسسې ۳۰۵ کاریګرو کورنیو ته د کار وسایل ووېشل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۱۵
news image

 د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلاميک ریلیف مؤسسې سره په همکارۍ، د دندغوري ولسوالۍ اړوند کلیو (امرخیل، وردګ، منګل، او ګدایخیل کلیو) کې ۳۰۵ کاریګرو کورنیو ته د کار وسایل ووېشل.
په دې وسایلو کې، بیل، کلنګ، خولۍ، دستکشې، عینکې، جاکټ، او یو جفت بوټونه وو. همدارنګه، کراچۍ، سطل، متر، رسۍ، پمپ، د اوبو سطل، ترموز، او د اوبو بوشکه هم شامل وو.
دغه کاریګر به په یوه شل ورځني دوره کې هغه ویالې چې د وروستیو سېلابونو له امله له خټو ډکې شوې دي، پاکوي. هر کاریګر ته په ورځ کې ۴۰۰ افغانۍ مزد ورکول کېږي چې په مجموع کې هر یو ته ۸۰۰۰ افغانۍ کېږي. د ۳۰۵ کاریګرو لپاره په مجموع کې ۲۴۴۰۰۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.
په همدې حال کې، د امرخیل کلي اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د اسلاميک ریلیف مؤسسې مسؤلینو څخه د دوی د ستونزو په حل کې د پاملرنې او همکارۍ لپاره مننه وکړه.

۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۲۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۷ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په مرکز فیض آباد او ارګو ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د7 شهیدانو وارثینو ته نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۲۱:۵۸
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامیک ریلیف موسسې په مالي ملاتړ ۳۱۸ هغو کورنیو ته، چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله په کلفګان ولسوالۍ کې زیانمنې شوې وې، یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۲۱:۴۹
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ١٩٦ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې

 د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامي هوساینې مؤسیسې په مالي همکارۍ, د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ١٩٦ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .