د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۵ کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۲۷
تصویر خبر

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامیک ریلیف موسسې په مالی ملاتړ، هغو ۳۰۵ کاریګرو ته چې په ډنډی غوري ولسوالۍ کې یې د ګورګن کانال د پاکولو چارې ترسره کړې د کار له بشپړېدو وروسته هغوی ته نغدي پیسې ووېشلې.
د پاک کاري چارو ترسره کوونکي سیمه ییز اوسېدونکي وو او د هر کس لپاره د یوې ورځې کار په بدل کې ۴۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې او ۲۱ ورځې کار یی ترسره کړ او هر کاریګر ته د ۲۱ ورځو کار په بدل کې ۸۴۰۰ افغانۍ او په مجموعي توګه ۲،۵۰۸،۶۴۵ افغانۍ ووېشل شوې. 
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو له یاد ریاست او موسسې څخه په وخت سره د دې پروژې د چارو بشپړولو په پار مننه او خوښي څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۳۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم په همکارۍ، د تېرو جګړو څخه پاتې شوي یو شمېر ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.

په دې عملیاتو کې د پشتکوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۵ مستحقو کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .