د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۲۰۰ زیانمنو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې وکړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ORCD موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ او مرکز پلخمري ښار کې ۲۰۰ کورنۍ چې د تېرو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، یاد شمېر کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د یاد ریاست او د استخباراتو ریاست ګډ پلاوي په شتون کې ۱ باب خیمه، د پخلنځي ۱ کېټ او ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره