د بدخشان پامیریانو (قرغېز) خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۸:۴۰
news

پامیر- د لیندۍ ۱۲مه-۱۴۰۱
حافظ محمود الحسن، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رییس د بدخشان ولایت مقام پلاوي، د دغه ولایت پېښو سره د مبارزې رییس د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت په سرپرستي، د بدخشان سرحدي ولسوالیو په ځانګړي توګه د پامیرانو( د نړۍ بام) قرغېز اوسېدونکو د ستونزو، ننګونو او هغوۍ ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره سفر وکړ.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رییس، د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ځانګړې پاملرنې پر بنسټ، ۱۸ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي احتمالي پېښو ته د رسېدنې په موخه د د پامیرانو اوسېدونکو لپاره لېږل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولایت سرحدي ولسوالۍ د یاد وزارت په پام کې شتون لري چې د بدخشان نورو سرحدي ولسوالیو خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت عملي پروګرامونو په پام کې نیولي دي.
د بدخشان ولایت د دفتر رییس د بدخشان سرحدي اوسېدونکو په ځانګړي توګه د پامیریانو ستونزو او ننګونو ته د ا.ا.ا عالیقدر رییس الوزرا له ځانګړي او بېړنۍ پاملرنې څخه په مننې سره ووېل چې د پامیر اوسېدونکي د افغانستان تر ټولو محروم خلک دي چې اوس مهال یاده ولسوالۍ چې لرې پرته او پېچلې جغرافیا لري د یادې ولسوالۍ خلک له ډېرو کمو امکاناتو څخه برخمن دي.

تصویر خبرتصویر خبر

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA  ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PU-MAI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې او د کډوالو نړیوال سازمان IOM. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .