د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٩٨٣ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په ارغنخوا ولسوالۍ کې ٩٨٣ اړمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ٢ بورۍ ٢٥ کیلویي اوړه، ٥ لیټره غوړي او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره