د بدخشان ولایت
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ولایتي ریاستونه، په ولایتي کچه د دې ادارې اجرایي بازو ګڼل کېږي، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د وقایې، چمتووالي، ځواب وینې او بیا رغونې د پروګرامونو او تګلارو د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول لري. دا ریاستونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د قوانینو او تګلارو پر بنسټ، د پېښو د خطرونو د مدیریت اړوندو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت لري. ولایتي ریاستونه د سیمهییزو چارواکو، شوراګانو او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي تر څو د ټولنو زیانمنتیا راکمه کړي او د پېښو پر وړاندې سیمه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.
د ولایتي ریاستونو موخې
1. د ولایتونو په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پروګرامونو او پروژو په اغېزناکه توګه پلي کول.
2. له پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو چمتووالی لوړول.
3. د بشري مرستو همغږي کول او د پېښو رامنځته کېدو پر مهال بېړنۍ ځواب وینه.
4. له سیمه ییزو چارواکو، دولتي او غیردولتي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړي کول.
5. د ولایتونو په کچه د پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو د بهیر څارنه او ارزونه کول.
6. د وقایوي پروژو او بیارغونې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړونو جلبول.
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
فعالیتونو او لاسته راوړنې:
(د 1404 د لمړی ربع راپور)
د ریاست مسوول: مولوی محمد اکرم اکبری
د اړیکې شمېـــــره: 0773250480
ایمیل: mohamad.akramakbar2025@gmail.com
ژوندلیک:
محترم محمد اکرم اکبری په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي په ښوونځي کې تر څلورم ټولګي پورې زده کړې کړي، خو ديني زدهکړې یې په پاکستان کې له بېلابېلو دیني علماوو څخه په بېلابېلو مدارسو کې بشپړې کړي دي. نوموړی اوس له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
د ریاست موقعیت: فیض آباد ښار، د قصرکوکچه په سړک
په نقشه کې موقعیت:
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .