د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ زیانمنو شوو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او CWSA ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د یکاولنګ ۲ ولسوالۍ اړوند ۹۰۰ اړمنو او زیانمنو شوو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲۹۲۰ افغانۍ وویشل شوې، چې ټولټال ۲,۶۲۸,٠٠٠ ( ٢ میلیونه او ٦٣٨ زره ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې ده، چې یاده موسسه په راتلونکو دوو میاشتو کې له دې کورنیو سره نورې نغدي مرستې هم په پلان کې لري.
نېټه: ١٤٤٦/٨/١٦
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره