د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست IOM, WFP, UNICEF او SOLIDARITY دفترونو په مالي ملاتړ، ۶۸ کورنیو ته چې د یاد ولایت په مرکز او کهمرد، سیغان، شیبر، یکهولنگ نمبر ۱، یکهولنگ نمبر۲ او ورس ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، تر سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، د IOM دفتر له لوري، هرې کورنۍ ته ۳ تختې دوه کسیزه کمپلې، یو سولري څراغ او ۸ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه، د UNICEF دفتر له لوري هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته، د WFP دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۵۶۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د SOLIDARITY موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۶۷۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
