د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۸۱ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډویژن موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ په مقر او سنګ آتش ولسوالیو کې ۴۸۱ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵،۸۴۶ افغانۍ او په مجموع کې ۲,۸۱۱,۹۲۶ (۲ میلیونه ۸۱۱ زره او ۹۲۶) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره