د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۰۳ کورنیو ته خوراکي او نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۳۶
news image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټیکا او د افغان د ټولنیزو خدمتونو (WASSA) موسسو په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې ۲,۱۰۳ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدې مرستې ووېشلې. 

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې د WASSA موسسې له لوري ۱۸۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۲,۹۰۰ افغانۍ او له یادې جملې ۲۵۹ کورنیو ته چې ماشومان یې درلودل هرې کورنۍ ته ۳۰ عدده قهوه او امیندوارو مېرمنو لرونکو ۵۳۷ کورنیو هرې یوې ته درې کیلو د حلوا اوړه او همدارنګه د ټیکا موسسې له لوري ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریجې، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو لوبیا، ۱ کیلو تورچای، ۱ کیلو شین چای، ۵ پاکټه مکروني او ۴ کیلو بوره ووېشل شوه.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .