د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۲۲۶ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په بالامرغاب، غورماچ، مقر او سنګ آتش ولسوالیو کې ۱۲۲۶ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵،۵۲۲ افغانۍ وېشل شوې، چې ټول ټال د یاد شمېر کورنیو لپاره شپږ میلیونه او اوه سوه نه شپېته زره او نه سوه او دوه اویا (۶،۷۶۹،۹۷۲) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
