د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۵ زیانمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې وکړې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۵ زیانمنو کورنیو ته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱ بورۍ مکروني، ۱ کارټن مګي آش، ۵ تختې کمپلې او ۲ جوړه کُرتۍ ووېشلې.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره