د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱,۲۷۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي د ټولنیزې او پراختیایي موسسې (RSDO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، له وچکالۍ څخه زیانمنو او له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو ۱,۲۷۵ کورنیو ته د دې ولایت په مقر او آبکمري ولسوالیو او مرکز قلعهنو کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسوولینو په شتون کې له سروې وروسته, د ژمنیو مرستو په توګه هرې کورنۍته د ۳۰۰ ډالرو معادل افغانۍ؛ په مقر ولسوالۍ کې ۳۷۵ کورنیو هرې یوې ته د خوراکي توکو برابرولو لپاره په لومړي پړاو کې د ۸۰ ډالرو معادل افغانۍ, د ولایت په مرکز قلعهنو کې په لومړي پړاو کې د خوراکي توکو برابرولو لپاره ۲۰۰ کورنیو هرې یوې ته د ۸۰ ډالرو معادل افغانۍ او همدارنګه په قلعه نو کې د ژمنیو مرستو په توګه ۴۰۰ کورنیو هرې یوې ته د ۲۰۰ ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې ټولټال ۱،۲۷۵ اړمنو کورنیو ته دوولس میلیونه او درې سوه شپږ شپېته زره او څلور سوه پنځه اویا (۱۲,۳۶۶,۴۷۵) افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
