د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د دايمي تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۶:۴۲
news image

نن سهار یکشنبه د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د دایمي تخنیکي کمیټې غونډه له پېښو سره د مبارزې آمادګي ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس  او سرپرست د الحاج مولوي محمد علم عالمیار په مشرۍ د ماليې وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د کابل ښاروالۍ، د نفت او ګاز تنظیم ادارې او د کمیټې نورو غړو په ګډون په سوداګریزو مرکزونو، هستوګنیزو سیمو او پمپ سټیشنونو کې د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیولو په اړه جوړه شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
په دې غونډه کې د کار پرمختګ، په سوداګریزو مرکزونو او پمپ سټیشنونو کې د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د خوندیتوب معیارونو د پلي کولو او د سروې ټیمونو د کار بیا پیل په اړه بحث وشو.
په پای کې فیصله وشوه چې ټولې سکتوري ادارې به د اورلګېدو د مخنیوي په برخه کې د اوونۍ په ترڅ کې هره یکشنبه او سه شنبه په ورځو کې د پمپ سټیشنونو سروې پیل کړي او راپور به یې د ا.ا.ا د اقتصادي معاونیت عالي مقام ته وړاندې کړي.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .