د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه, د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په چوره او چنارتو ولسوالیو کې د تېرو سېلابونو له امله ۲۵۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو غنم او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره