د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٦٣٢ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACHRO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ٦٣٢ د سېلاب له امله زیانمنو شوو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له زیانمنو کورنیو څخه یې ٦٠٠ هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٢٠٠ امریکایي ډالر، ٥ تختې کمپلې او پاتې ٣٢ کورنیو ته یې ٢٧٥ امریکایي ډالر ووېشل شول.
نېټه: ١٤٤٦/٨/١٧
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره