دپیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او اغاخان پراختیایی شبکي ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۴۹
تصویر خبر

نن ورځ سي شنبه له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د اغاخان  د پراختیایی شبکي د حقوقي مسؤل عصمت الله عصمتي او د یادي شبکي  د مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب  داغاخان پراختایی شبکي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوشاله یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس ته په بیلابیلو برخو کي خدمتونه ترسره کیږي او ددې شبکي د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه  چي زموږ دزوریدلي اولس سره همکاري کوي.
همداراز   ترابی صاحب د ژمي په رارسیدو سره یې  د ټولو نړیوالو او داخلي موسیسو او سازمانونو څخه غوښتنه وکړه چي خپلي مرستي   د مستحقو کسانو  لپاره زیاتی کړی  .
دیادې شبکي حقوقي مسؤل عصمت الله عصمتي  وویل چی پراختیایی شبکه یوه لویه پروژه او بنسټ دی  چی     په بیلابیلو برخو کي لکه صحت زراعت پوهنه او مخابراتو او استینادي دیوالانو په برخه کي اولس ته خدمت وړاندي کوي.
ښاغلي عصمتي زیاته کړل چي خوښ یو چي له پیښو سره  د مبارزې امادګۍ ملي اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي  او دیادې ادارې دټول کار ټیم څخه یی مننه وکړل او ترڅنګ وویل چي دیادي ادارې سره باید بیلابیل موسیسات او سازمانونه دطبعي او غیري طبعي پیښو لپاره مرسته وکړي ترڅو افغان اولس پر وخت د یادو مرستو څخه برخمن سي.
دیادوني وړ ده چي  یاده موسیه د۹۹۶۰۰۰ ډالرو په ارزښت د بغلان ولایت په مرکزي بغلان، دهنې غوري او برکه ولسوالیو کي دسیلاب ځپلو بي سرپنا کورنیو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي.
په ورستیو کي  تفاهم نامه لاسلیک سوه او پر ګډو همکاريو دداوم غوښتنه وسوه.

۱۴۴۶/۵/۱۰ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .