ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۹ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې، د پاکستان او ایران هېوادونو څخه په اجباري توګه راستنو شویو ۴۹۹ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو د ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او د یاد ریاست له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
