۵۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته په پکتیا ولایت کې د نغدي او غیرخوراکي مرستو وېش
پکتیا- د غویي ۱۵مه-۱۴۰۳
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM او UNICEF موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۵۹ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۳۰۰ افغانۍ او ۱ هایجن کېټ ووېشل شو.