په کندز ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شوی

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۴۱
تصویر خبر

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اومر ماین پاکۍ مؤسسې په همغږۍ، په دې ولایت کې، ٢ کړۍ د ټانک ضد ماینونه، ١٥ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه، ٦ کړۍ لاسي بمبونه، ٣٨ فیره د راکټ مرمۍ، ١٤ فیره د هاوان مرمۍ، ٢٠ عدده بشکه یي ماینونه، ٤١ ګرامه انفلاقیه توکي، ٢٢ عدده فشنګ، ٨ عدده فشاري پلیټونه، ٧٠ عدده ډي ام بطرۍ، ١ عدد واسکټ، ١٧ فیره د توپ مرمۍ، ٣٠٠ فیره د پیکا مرمۍ او ٢٢ فیره ٤٠ میلي متری افګن بمبونه، چې د سیمه ییزو اوسېدونکو مالونه او ځانونه یې له خطر سره مخ کړي وو، کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل شول. 
د یادونې وړ ده، چې د یادو عملیاتو په ترسره کولو سره د سیمې اوسېدونکی د چاودېدونکو توکو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۵ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Cordaid مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي مرسته او CDRO مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمندولايت په لښکرګاه ښار کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د هلمند ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د آريانا ماين پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ١١ نمبرټیم سره د همغږۍ له مخې، د دې ولايت د لښکرګاه ښار د اتمې حوزي اړوند، حاجي ګران څلور لارې ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د GNI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په تګاب او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .