په پنجشیر ولایت کې د شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشل شوې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, له پېښو سره د مبارزې آمادکۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه, په یاد ولایت کې د ډبرې ښوېدو او د اوبو کچې لوړېدو له امله د ۵ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې, هرې یوې کورنۍ ته د موظف پلاوي په شتون کې ۴۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره