په پروان ولایت کې د کانکرېټ اوسپنیز پل د جوړېدو د کار څارنه وشوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د کانکرېټ اوسپنیز پل جوړېدو له پروژې څارنه وکړه او د کار پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې، د ۲۴ متره په اوږدوالي د ۱،۵۵۷،۲۰۰ افغانیو په ارزښت د دغه پل کار د یاد ولایت په شینواري ولسوالۍ سرخ سنګ کلي کې پیل شوی چې ٪۱۵ کار یې پر مخ تللی.
۱۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره