په ننګرهار ولایت کې د ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو کار پیل شو
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د COAR موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ۱۵۰ زیانمنو کورنیو لپاره چې د تېرې زلزلې له امله یې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او یا په لوړه کچه زیانمن شوي وو د معیاري سرپناه (شیلټر) جوړولو کار پیل کړ.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د یو شمېر نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو ګډون درلود.
د مسؤلینو په وینا، دا پروژه به په شفاف ډول، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو او پر وخت بشپړه شي او د سرپناه په برخه کې به د زلزله ځپلو کورنیو اساسي ستونزې حل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
