په میدان وردګ ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې, د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې QRT-04 تخنیکي ټیم د سیدآباد ولسوالۍ د منګلو په سیمه کې دوه خودسازه او نور بېلابېل ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول لمنځه یووړل.
همدارنګه د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت په کچه د ماین پاکۍ ګرځنده تخنیکي ټیمونه موظف کړي تر څو د خطرناکه سیمو څخه د ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمې له خطرونو څخه پاکې کړي.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي چې د ناچاوده یا مشکوکه توکو د لیدو په صورت کې په بېړني ډول د یاد ریاست له مسؤلینو سره اړیکه ونیسي تر څو په خنثی کولو سره یې د احتمالي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره